د
داوطلبۍ خبراوی:
د
دواطلبۍ ګڼه:خ.س.چ.ا.ش/ ۱۴۰۳/ پ.ک.د/توکي-۲ (بیاځلې)
د
خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه
ورکوي تر څو د دې شرکت د اړتیا وړ د چاپ ماشینونو لپاره (۲) پایې یو پي اس (UPS) تدارک پروژې تدارکاتي پروسه
کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او
طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۳ کال د اسد میاشتې تر (۳۱ مې) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو
پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې
داخل کې د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم
کړي. هېره د نه وي چې نا وخته او د بریښنالیک له لارې رسېدلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه
د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه
او یا هم (Hadi.ahmadzai@ahsp.af او کاپی: mk.marwan@ahsp.af) برښنالیکونو
ته د برښنالیک استولو له لارې تر لاسه کړي.
داوطلبان
مکلف دي؛ د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره سم، د (۹۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت، په
بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر
پرانستې غونډه د ۱۴۰۳ کال د اسد میاشتې په(۳۱ مه) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د
کابل ښاروالۍ د اوومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل
کې د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.