د دواطلبۍ ګڼه:005 Re AHSP/1400/NCB/G-
د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت
ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د اړتیا آفسټ
(غیر امنیتي) رنګ پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د
شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ/قوس
میاشتې تر (۱۳) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې
اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو
د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا
وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛
شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ادارې (www.ageops.net) له ویب پاڼې، یا هم د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه او یا هم
(Hadi.ahmadzai@ahsp.af& او کاپی : m.khalidiiu@gmail.com )
ایمیل آدرسونو ته ایمیل وکړي او تر لاسه یې کړي.
داوطلبان د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره
برابر د ۱۳۰،۰۰۰ افغانیو په ارزښت، په بانکي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کوي.
د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ/قوس میاشتې په (۱۳) نېټه، د
سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک
فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو په تالار،
دوهم پوړ کې نیول کیږي.