د داوطبۍ خبراوی:
د دواطلبۍ ګڼه:خ.س.چ.ا.ش/ ۱۴۰۳/
پ.ک.د/توکي-۶
د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت،
ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو د دې شرکت د اړتیا وړ د چاپ
ماشینونو لپاره د پرزه جاتو او مصرفی موادو تدارک پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون
وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل
سره برابر د ۱۴۰۳ کال د عقرب میاشتې تر (۳۰ مې) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د
کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل
کې د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي.
هېره د نه وي چې نا وخته او د بریښنالیک له لارې رسېدلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان
کولای شي؛ شرطپاڼه د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه او یا هم (Hadi.ahmadzai@ahsp.af او کاپی: mk.marwan@ahsp.af) برښنالیکونو ته د برښنالیک استولو له
لارې تر لاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي؛ د آفر تضمین د
شرطپاڼې د شرایطو سره سم، د (۶۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم نقدي
بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۳ کال
د عقرب میاشتې په(۳۰ مه) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اوومې ناحیې
اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ امارتي
شرکت، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.