د دواطلبۍ ګڼه:002 AHSP/1400/NCB/G-
د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت
ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د ۱۴۰۰ مالي
کال د اړتیا وړ روغنیاتو پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه
د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۰ کال د (وری)
میاشتې تر (۱۴) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې
اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو
د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا
وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛
شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ادارې (www.ageops.net) له ویب پاڼې او یا هم د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه تر
لاسه کړي.
داوطلبان د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره
برابر د ۹۰،۰۰۰ افغانیو په ارزښت، په بانکي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کوي. د
یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۰ کال د وری میاشتې په (۱۴) نېټه، د سهار په
۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک فابریکې
داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو په تالار، دوهم پوړ کې
نیول کیږي.