د دواطلبۍ ګڼه:002  AHSP/1400/NCB/G-

د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د ۱۴۰۰ مالي کال د اړتیا وړ روغنیاتو پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې تر (۱۱) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ادارې (www.ageops.net) له ویب پاڼې، یا هم د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه او یا هم (Hadi.ahmadzai@ahsp.af& jamal.rahman@ahsp.af  ) ایمیل آدرسونو ته ایمیل وکړي او تر لاسه یې کړي.

داوطلبان د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره برابر د ۵۰،۰۰۰ افغانیو په ارزښت، په بانکي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کوي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې په (۱۱) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو په تالار، دوهم پوړ کې نیول کیږي.