د دواطلبۍ ګڼه:006 AHSP/1402/NCB/G-
د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت، ټولو لیوالو
داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د اړتیا وړ د هویت کارتونو
د چاپ لپاره د ماشین تدارک پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند
آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې تر (۱) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند،
چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ دولتي
شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي
او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.
داوطلبان مکلف دي د آفر تضمین د شرطپاڼې د
شرایطو سره سم، د (۸۰،۰۰۰)
افغانیو په ارزښت، په
بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر
پرانستې غونډه د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې په (۱) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند،
چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ،
د غونډو په تالار کې نیول کیږي.