د داوطلبۍ خبراوی
د دواطلبۍ ګڼه:005 AHSP/1401/NCB/G-
د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت ټولو لیوالو
داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د اړتیا آفسټ (غیر امنیتي)
رنګ پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د
شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۱ کال د سرطان میاشتې تر (۲۱)
نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي
سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې
د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له
لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛
شرطپاڼه د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه او یا هم (Hadi.ahmadzai@ahsp.af& او کاپی : m.khalidiiu@gmail.com ) برښنالیکونو ته د برښنالیک استولو له لارې تر
لاسه یې کړي.
داوطلبان مکلف دي د آفر تضمین د شرطپاڼې د
شرایطو سره سم، د ۹۰،۰۰۰ افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل آفر
سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۰ کال د سرطان میاشتې
په (۲۱) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون
عمومي سړک د جنګلک فابریکې داخل د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو په
تالار کې نیول کیږي.