د داوطلبۍ خبراوی:
د دواطلبۍ ګڼه:003 AHSP/1401/NCB/G-
د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت، ټولو لیوالو
داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د اړتیا وړ د ۳۰ ټنه امنیتي کاغذ او ۲ ټنه ویز سټیکر پروژې
تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د
تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۱ کال د عقرب میاشتې تر (۱۲) نېټې، د
سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د
جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د
تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې
راغلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛
شرطپاڼه د فلش/ میموري کارت له لارې د تدارکاتو آمریت څخه د (NDA) یا
د معلوماتو د نه افشاء د تړون له لاسلیک څخه وروسته تر لاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي د آفر تضمین د شرطپاڼې د
شرایطو سره سم، د (۴۱۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل
آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۱ کال د عقرب میاشتې
په (۱۲) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون
عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو
په تالار کې نیول کیږي.