د دواطلبۍ ګڼه:005-Rebid AHSP/1402/NCB/G-
د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت، ټولو لیوالو
داوطلبانو ته د دویم ځل لپاره په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو
ددې شرکت د۱۴۰۲ کال اړتیا وړ روغنیاتو پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر
تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۲
کال د ثور میاشتې تر (۷) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې
ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د
چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا
وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛
شرطپاڼه د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه او یا هم (Hadi.ahmadzai@ahsp.af او کاپی: mk.marwan@ahsp.af )
برښنالیکونو ته د برښنالیک استولو له لارې تر لاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي د آفر تضمین د شرطپاڼې د
شرایطو سره سم، د ۲۰،۰۰۰ افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل آفر
سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۲ کال د ثور میاشتې
په (۷) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون
عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو
په تالار کې نیول کیږي.