د دواطلبۍ ګڼه:
(AHSP/1401/NCB/NCS-001)
د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت
ټولو لیواله داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د د دفترونو
لپاره د ۲۰ ام بی انترنیت پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/
بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۰
کال سلواغې/دلوې میاشتې تر (۰۶) نېټې، مخکې له غرمې تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل
ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک فابریکې داخل د افغانستان د
خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، تدارکاتو آمریت ته دوهم پوړ کې تسلیم کړي. هېره د
نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛
شرطپاڼه د فلش او یا سی دي کارت له لارې د تدارکاتو آمریت څخه تر لاسه کړي.
داوطلبان د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره
برابر د ۴۰،۰۰۰/ څلویښت زره افغانیو په ارزښت، په نقدي او یا هم بانکي بڼه د خپل
آفر سره یوځای وړاندې کوي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۰ کال د سلواغې/دلوې
میاشتې په (۰۶) نېټه، مخکې له غرمې په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې
اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ
دولتي شرکت ، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.