د داوطلبۍ خبرراوی:
د
دواطلبۍ ګڼه:خ.س.چ.ا.ش/ ۱۴۰۳/ پ.ک.د/توکي-۴
د
خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه
ورکوي تر څو د دې شرکت د اړتیا وړ د خوندی سندونو د چاپ لپاره ځانګړي امنیتي
رنګونو تدارک پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د
شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي میاشتې تر (۱۹ مې) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل
ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د
خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره
د نه وي چې نا وخته او د بریښنالیک له لارې رسېدلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه
د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه
د (NDA) یا د معلوماتو د نه افشاء تړون تر لاسلیک
وروسته، تر لاسه کړي.
داوطلبان
مکلف دي؛ د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره سم، د (۵۵،۰۰۰) افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل آفر
سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي میاشتې په (۱۹ مه) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د
اوومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي
سندونو د چاپ امارتي شرکت، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.