د
داوطلبۍ خبروای:
د
دواطلبۍ ګڼه:خ.س.چ.ا.ش/ ۱۴۰۳/ پ.ک.د/توکي-۱۱بیاځلی
د
خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه
ورکوي تر څو د دې شرکت د اړتیا وړ د خوندی سندونو د چاپ لپاره ۳۰ ټنه امنیتي کاغذ پروژې
تدارکاتي پروسه کې چې د داوطلبۍ اسنادونه یی دوهم ځل اعلان ته سپارل شوی ګډون
وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل
سره برابر د ۱۴۰۳ کال د حوت میاشتې تر (۹ مې) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د
کابل ښاروالۍ اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې
د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي.
هېره د نه وي چې نا وخته او د بریښنالیک له لارې رسېدلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه
د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د (NDA) یا د معلوماتو د نه افشاء تړون تر لاسلیک وروسته د مموری فلش یاهم
بریښنالیک له لارې د تدارکاتو آمریت څخه تر لاسه کړي.
داوطلبان
مکلف دي؛ د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره سم، د (۲۵۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت،
په بانکي او یا هم نغدی بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر
پرانستې غونډه د ۱۴۰۳ کال د حوت میاشتې په (۹ مه) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د
کابل ښاروالۍ د اوومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل
کې د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.