د داوطلبۍ خبروای:
د دواطلبۍ ګڼه:خ.س.چ.ا.ش/ ۱۴۰۳/ پ.ک.د/توکي-۶ دریم ځلی
د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو د دې شرکت د اړتیا وړ د چاپ ماشینونو لپاره د پرزه جاتو او مصرفی موادو تدارک پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې تر (۱۴ مې) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته او د بریښنالیک له لارې رسېدلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه او یا هم (Hadi.ahmadzai@ahsp.af او کاپی: mk.marwan@ahsp.af waheed.ahmadzai@ahsp.af ,) بریښنالیکونو ته د بریښنالیک استولو له لارې تر لاسه کړئ.
داوطلبان مکلف دي؛ د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره سم، د (۶۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم نغدي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۴ کال دثور میاشتې په(۱۴ مه) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اوومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.