د دواطلبۍ ګڼه:004 Rebid AHSP/1402/NCB/G-
د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت، ټولو لیوالو
داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د چاپ ماشینونو لپاره پرزه
جات او مصرفي موادو پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د
شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۲ کال د لړم میاشتې تر ( ۱۳ مې) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل
ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د
خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره
د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛
شرطپاڼه د فلش/ میموري کارډ او یا هم فزیکي ډول د تدارکاتو آمریت څخه د (NDA) یا
د معلوماتو د نه افشاء تړون تر لاسلیک وروسته، تر لاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي د آفر تضمین د شرطپاڼې د
شرایطو سره سم، د (۵۵۰،۰۰۰)
افغانیو په ارزښت، په
بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر
پرانستې غونډه د ۱۴۰۲ کال د لړم میاشتې په (۱۳ مه) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښاروالۍ د
اومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د خوندي سندونو
د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.