د قرارداد ورکړې تصمیم خبراوی

 

د دواطلبۍ ګڼه : خ.س.چ.ا.ش/۱۴۰۳/پ.ک.د/توکی-۱۱ بیاځلی

پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې، (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو چاپ امارتی شرکت په پام کې لري؛ ددې شرکت اړتیا وړ د خوندي سندونو د چاپ لپاره د 30 ټنه امنیتي کاغذ تدارک پروژې تړون/ قرارداد چې ګڼه یې(خ.س.چ.ا.ش/۱۴۰۳/پ.ک.د/توکی-۱۱ بیاځلی) ده، د (لمر زار لوژستیکي خدمتونو شرکت) سره چې د جواز ګڼه یې (138810101-) ده، د (10,000,000) لس میلیونه افغانیو په ټولیزه قیمت عقد کړي.

ټولو حقیقي او حکمي اشخاص چې پدې اړوند هر قسم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (7)  کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ امارتی شرکت، تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

 

د یادونې وړ ده؛ چې دا خبراوی د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر ترېدو پورې به تړون عقد نشي