د معلوماتی تکنالوژی ساتنی او څارنی ریاست اړوند 9 قلمه آی-تی توکو پروژه تدارکاتی پړاونو پیل
د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت ټولو علاقمندو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو د معلوماتي ټکنالوژۍ، ساتنې او ارزونې ریاست د اړتیا وړ ۹ قلمه ای ټي توکو پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۳۹۹ کال د (تلې/ میزان) میاشتې تر (۱) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومه ناحیه اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي. همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ادارې (www.ageops.net) له ویب پاڼې او یا هم د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه تر لاسه کړي.
داوطلبان د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره
برابر د ۱۲۰،۰۰۰ (یو لک او شل زره) افغانیو په ارزښت، په بانکي بڼه د خپل آفر سره
یوځای وړاندې کوي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۳۹۹ کال د (تلې/ میزان)
میاشتې تر (۱) نېټه، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند،
چهلستون عمومي سړک د جنګلک فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي
شرکت ، د غونډو په تالار، دوهم پوړ کې نیول کیږي.