د امنیتي وسایلو پروژې د قرارداد ورکړې تصمیم خبراوی

پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې (۲) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو چاپ دولتي شرکت په پام کې لري، ددې شرکت د امنیتي وسایلو پروژې تړون/ قرارداد، په (011 Rebid AHSP/99/NCB/G-) ګڼه، د (ایګل بامیکا تجارتي او لوژستیکي خدمتونو شرکت) سره، د (33993) ګڼه جواز په درلودلو سره، د (901,866.3) نهه سوه او یو زر او    اته سوه او شپږ شپیته اعشاره دری افغانیو په مجموعي قیمت سره عقد کړي.
ټولو حقیقي او حکمي کسان چې پدې اړوند هر رنګه اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۷  کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د تدارکاتو آمریت ته، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ته وړاندې کړي. د یادونې وړ ده چې دا خبراوی د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر ترېدو پورې به تړون عقد نشي.