د خوندی سندونو د چاپ لپاره ځانګړي امنیتی رنګونو پروژې د قرارداد ورکړې تصمیم خبراوی

 د دواطلبۍ ګڼه : خ.س.چ.ا.ش/۱۴۰۳/پ.ک.د/توکي -۴  

پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې، (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو چاپ امارتی شرکت په پام کې لري؛ ددې شرکت اړتیا وړ د خوندی سندونو د چاپ لپاره ځانګړي امنیتي رنګونو پروژې تړون/ قرارداد چې ګڼه یې(خ.س.چ.ا.ش/۱۴۰۳/پ.ک.د/توکي -۴) ده، (د حبیب ناصری مطبعه) سره چې د جواز ګڼه یې (47274) ده، د (1,185,000)/ یو میلیون یوسل  او پنځه اتیا زره افغانیو په ټولیزه بیه/قیمت عقد کړي.

ټولو حقیقي او حکمي کسان چې پدې اړوند هر قسم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (7)  کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د کابل ښاروالۍ د اوومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

د یادونې وړ ده؛ چې دا خبراوی د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني بهیرونو تر بشپړیدو پورې به تړون عقد نشي.