د دواطلبۍ ګڼه: (AHSP/1400/NCB/G-001)

د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت ټولو علاقمندو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت  د معلوماتي ټکنالوژۍ حفظ او مراقبت ریاست د اړتیا وړ ۸ قلمه ای ټي توکو پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۳۹۹ کال مرغومې/جدی میاشتې تر (۲۷) نېټې، مخکې له غرمې تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، تدارکاتو آمریت ته دوهم پوړ کې تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي. همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د ملي تدارکاتو ادارې (www.ageops.net) له ویب پاڼې او یا هم د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه تر لاسه کړي.

داوطلبان د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره برابر د ۷۰،۰۰۰/ اویا زره افغانیو په ارزښت، په بانکي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کوي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۳۹۹ کال د مرغومې/جدی میاشتې په (۲۷) نېټه، د مخکې له غرمې په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.