د دواطلبۍ ګڼه:007  AHSP/1402/NCB/G-

د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت، ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د اړتیا وړ د یو عراده هایلکس ۲۰۱۲ ماډل (صفر کیلومتر)  تیز رفتار  موټر یا معادل د هغه تدارک پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې تر (۲۶) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.

داوطلبان مکلف دي د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره سم، د (۶۲،۵۰۰) افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۲ کال د لېندۍ میاشتې په (۲۶) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.