د دواطلبۍ ګڼه:خ.س.چ.ا.ش/ ۱۴۰۴/ پ.م.د/توکي-۱۵
د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت،
ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو د دې شرکت د اړتیا وړ د
نمبرینگ ماشین لپاره ځانګړو نمبرینګ باکسونو پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي،
خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره
برابر د ۱۴۰۴ کال دجواز میاشتې تر (۱۲ مې) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل
ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د
خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره
د نه وي چې نا وخته او د بریښنالیک له لارې رسېدلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان
کولای شي؛ شرطپاڼه د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه او یا هم (Hadi.ahmadzai@ahsp.af او کاپی: mk.marwan@ahsp.af
waheed.ahmadzai@ahsp.af ,) برښنالیکونو ته
د برښنالیک استولو له لارې تر لاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي؛ د آفر تضمین د
شرطپاڼې د شرایطو سره سم، د (۴۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم نقدي
بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۴ کال
دجواز میاشتې په(۱۲ مه) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اوومې ناحیې
اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ امارتي
شرکت، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.