د دواطلبۍ ګڼه:001 AHSP/1402/NCB/G-
د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت، ټولو لیوالو
داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د اړتیا وړ د خوندي سندونو
د چاپ لپاره د امنیتي کاغذ تدارک پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/
بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۲
کال د جوزا میاشتې تر (۱۶ مې) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د
اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي
سندونو د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه
وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛
شرطپاڼه د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه د (NDA) یا
د معلوماتو د نه افشاء تړون تر لاسلیک وروسته، تر لاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي د آفر تضمین د شرطپاڼې د
شرایطو سره سم، د (۵۵۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل
آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې
په (۱۶ مه) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون
عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو
په تالار کې نیول کیږي.