د دواطلبۍ ګڼه:خ.س.چ.ا.ش/ ۱۴۰۴/ پ.م.د/توکي-۱۷( بیاځلی)
د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت، ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت
بلنه ورکوي تر څو د دې شرکت د اړتیا وړ د خوندی سندونو چاپ لپاره یو پایه پولر
ماشین (Polar Machin) یا معادل
پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو،
د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۴ کال د اسد میاشتې تر (۱۸ مې) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې
ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د
چاپ امارتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا
وخته او د بریښنالیک له لارې رسېدلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د فلش له لارې د
تدارکاتو آمریت څخه او یا هم (Hadi.ahmadzai@ahsp.af او کاپی: mk.marwan@ahsp.af waheed.ahmadzai@ahsp.af ,) برښنالیکونو ته د برښنالیک
استولو له لارې تر لاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي؛ د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره سم، د (۲۶۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم
نقدي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۴ کال داسد میاشتې په(۱۸ مه) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اوومې ناحیې
اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ
امارتي شرکت، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.