د دواطلبۍ ګڼه:004 Rebid  AHSP/1402/NCB/G-

د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت، ټولو لیوالو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د چاپ ماشینونو لپاره پرزه جات او مصرفي موادو پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۲ کال د لړم میاشتې تر ( ۱۳ مې) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د فلش/ میموري کارډ او یا هم فزیکي ډول د تدارکاتو آمریت څخه د (NDA) یا د معلوماتو د نه افشاء تړون تر لاسلیک وروسته، تر لاسه کړي.

داوطلبان مکلف دي د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره سم، د (۵۵۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت، په بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۴۰۲ کال د لړم میاشتې په (۱۳ مه) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.