د شرکت د روغنیاتو پروژی تدارکاتی پړاونو پیل

د دواطلبۍ ګڼه:008 AHSP/99/NCB/G-

د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت ټولو علاقمندو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د ۱۳۹۹ مالي کال د اړتیا وړ روغنیاتو پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۳۹۹ کال د (تلې/ میزان) میاشتې تر (۵) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومه ناحیه اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، دوهم پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ادارې (www.ageops.net) له ویب پاڼې او یا هم د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه تر لاسه کړي.

 

داوطلبان د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره برابر د ۵۰،۰۰۰ (پنځوس زره) افغانیو په ارزښت، په بانکي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کوي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۱۳۹۹ کال د تلې/میزان میاشتې په (۵) نېټه، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو په تالار، دوهم پوړ کې نیول کیږي.