پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو چاپ دولتي شرکت په پام کې لري، ددې شرکت د کمپکشن نوعه برښنا برج جوړولو لپاره د اجناسو  پروژې تړون/ قرارداد، په012   AHSP/99/NCB/G- ګڼه، د (د عبد الرحیم صالح زاده تجارتی شرکت) سره، د (2105) ګڼه جواز په درلودلو سره، د (2,200,000) دوه ملیونه او دوه سوه زره افغانیو په مجموعي قیمت سره عقد کړي. 

ټولو حقیقي او حکمي کسان چې پدې اړوند هر رنګه اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 7  کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د تدارکاتو آمریت ته، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ته وړاندې کړي. 

د یادونې وړ ده چې دا خبراوی د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر ترېدو پورې به تړون عقد نشي.