د قرارداد ورکړې تصمیم خبراوی/اعلان تصمیم اعطای قرارداد:

پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې، (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو چاپ دولتي شرکت په پام کې لري؛ ددې شرکت اړتیا وړ د چاپ د ماشین لپاره د پرزه جاتو او مصرفی موادو پروژې تړون/ قرارداد چې ګڼه یې(AHSP/1402/NCB/G-004 REBID)  ده، د (د لمر زار لوژستیکي خدمتونو شرکت) سره چې د جواز ګڼه یې (0101-13881) ده، د (11,551,350) یولس میلیونه پنځه سوه یو پنځوس زره دری سوه پنځوس افغانیو په ټولیزه بیه عقد کړي.

ټولو حقیقي او حکمي کسان چې پدې اړوند هر قسم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (7)  کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

د یادونې وړ ده؛ چې دا خبراوی د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر ترېدو پورې به تړون عقد نشي.