خبراوی:

 

د دواطلبۍ ګڼه : AHSP/1402/NCB/G-008

پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې، (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو چاپ امارتی شرکت په پام کې لري؛ ددې شرکت اړتیا وړ د خوندي سندونو د چاپ لپاره د امنیتي کاغذ پروژې تړون/ قرارداد چې ګڼه یې(AHSP/1402/NCB/G-008) ده، د (د لمر زار لوژستیکي خدمتونو شرکت) سره چې د جواز ګڼه یې (0101-13881) ده، د (13,450,000) دیارلس میلیونه څلورسوه پنځوس زره افغانیو په ټولیزه قیمت عقد کړي.

ټولو حقیقي او حکمي کسان چې پدې اړوند هر قسم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (7)  کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د امارت د خوندي سندونو د چاپ امارتی شرکت، تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

د یادونې وړ ده؛ چې دا خبراوی د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر ترېدو پورې به تړون عقد نشي.