د قرارداد ورکړې تصمیم خبراوی

پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې، (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت په پام کې لري؛ ددې شرکت اړتیا وړ د هویت کارتونو د چاپ لپاره د ماشین تدارک پروژې تړون/ قرارداد چې ګڼه یې 006)  (AHSP/1402/NCB/G- ده، د کابل بریا لوژستیکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز ګڼه یې (46881) ده، د (1،500،000) / یو میلیون پنځه سوه زره افغانۍ  افغانیو په ټولیزه بیه عقد کړي.

ټولو حقیقي او حکمي کسان چې پدې اړوند هر قسم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (7) کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

 د یادونې وړ ده؛ چې دا خبراوی د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون عقد نشي.