د دواطلبۍ ګڼه : خ.س.چ.ا.ش/ ۱۴۰۳/ پ.ک.د/توکي-۶ بیاځلی
پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې، (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو چاپ امارتی شرکت په پام کې لري؛ ددې شرکت اړتیا وړ د چاپ ماشینونو لپاره د د پرزه جاتو او مصرفی موادو پروژې تړون/ قرارداد چې ګڼه یې(خ.س.چ.ا.ش/ ۱۴۰۳/ پ.ک.د/توکي-۶ بیاځلی) ده، د (د کابل روښان تجارتی،ساختمانی او لوژستیکی شرکت) سره چې د جواز ګڼه یې (98104) ده، د (3,313,240) دری میلیونه دری سوه دیارلس زره دوه سوه څلویښت افغانیو په ټولیزه بیه عقد کړي.
ټول حقیقي او حکمي کسان چې پدې اړوند هر قسم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (7) کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ امارتی شرکت، تدارکاتو آمریت ته وسپاري.
د یادونې وړ ده؛ چې دا خبراوی د تړون د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر ترېدو پورې به تړون عقد نشي.