د دواطلبۍ ګڼه : خ.س.چ.ا.ش/۱۴۰۴/پ.م.د/توکی-۲۲
پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې، (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د خوندي سندونو چاپ امارتی شرکت په پام کې لري؛ ددې شرکت د اړتیا وړ خوندي د سندونو چاپ لپاره د ځانګړو پلیټونو او کیمیاوی موادو تدارک پروژې تړون/ قرارداد چې ګڼه یې(خ.س.چ.ا.ش/۱۴۰۴/پ.م.د/توکی-۲۲) ده، د ( زی پلس ګروپ) سره چې د جواز ګڼه یې (D-35018) ده، د (3,050,000)/ دری میلیونه پنځوس زره افغانیو په ټولیزه بیه عقد کړي.
ټولو حقیقي او حکمي اشخاص چې پدې اړوند هر قسم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (7) کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ امارتی شرکت، تدارکاتو آمریت ته وسپاري.
د یادونې وړ ده؛ چې دا خبرتیا د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر ترېدو پورې به تړون عقد نشي.
