د قرارداد ورکړې د تصمیم خبراوی

 

د دواطلبۍ ګڼه : (خ.س.چ.ا.ش/۱۴۰۳/پ.ک.د/توکي –۲بیاځلی)

پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې، (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو چاپ امارتی شرکت په پام کې لري؛ ددې شرکت اړتیا وړ د چاپ ماشین لپاره د دوه پایی یو پی اس (UPS) پروژې تړون/ قرارداد چې ګڼه یې(خ.س.چ.ا.ش/۱۴۰۳/پ.ک.د/توکي –۲بیاځلی) ده، د (جمال محبت تجارتی شرکت) سره چې د جواز ګڼه یې (59394) ده، د (1,786,040) یو میلیونه اووه سوه شپږ اتیا زره او څلویښت افغانیو په ټولیزه قیمت عقد کړي.

ټولو حقیقي او حکمي کسان چې پدې اړوند هر قسم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (7)  کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک ته څیرمه جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې  د خوندي سندونو د چاپ امارتی شرکت،تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

د یادونې وړ ده؛ چې دا خبراوی د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني پړاونو تر ترېدو پورې به تړون عقد نشي.