د قرارداد ورکړې د تصمیم خبراوی:

 

پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې، (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو چاپ دولتي شرکت په پام کې لري؛ ددې شرکت اړتیا وړ 30 ټنه امنیتي کاغذ او 2 ټنه وېزې سټیکر پروژې تړون/ قرارداد چې ګڼه یې 003)  (AHSP/1401/NCB/G- ده، د (د لمر زار لوژستیکي خدمتونو شرکت) سره چې د جواز ګڼه یې (0101-13881) ده، د (17,503,200) اوه لس میلیونه پنځه سوه، دری زره او دوه سوه افغانیو په ټولیزه قیمت عقد کړي.

ټولو حقیقي او حکمي کسان چې پدې اړوند هر قسم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (7)  کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

د یادونې وړ ده؛ چې دا خبراوی د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر ترېدو پورې به تړون عقد نشي.