د دواطلبۍ ګڼه:001  AHSP/1402/NCB/G-

پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې، (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت په پام کې لري؛ ددې شرکت اړتیا وړ د خوندي سندونو د چاپ لپاره د امنیتي کاغذ پروژې تړون/ قرارداد چې ګڼه یې 001)  (AHSP/1402/NCB/G- ده، د اندلس ایګل سوداګریز شرکت سره، چې د جواز ګڼه یې (82836) ده، د (16،257،600)/ شپاړلس میلیونه دوه سوه اوه پنځوس زره شپږ سوه افغانیو په ټولیزه بیه عقد کړي.

ټولو حقیقي او حکمي کسان چې پدې اړوند هر قسم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (7)  کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

 

د یادونې وړ ده؛ چې دا خبراوی د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون عقد نشي.