د قرارداد ورکړې د تصمیم خبراوی/اعلان تصمیم اعطای قرارداد

پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو چاپ دولتي شرکت په پام کې لري، ددې شرکت د دفترونو لپاره د ۲۰ ام بی انترنیت پروژې تړون/ قرارداد، په001  AHSP/1400/NCB/NCS-) ګڼه، د (دافغان سایبر ای سی تی انټرنیټي خدمتونو شرکت) سره، د (D-35343) ګڼه جواز په درلودلو سره، د (720,000) اوه لکه او شل زره افغانیو په مجموعي قیمت سره عقد کړي.

ټولو حقیقي او حکمي کسان چې پدې اړوند هر رنګه اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 7  کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د تدارکاتو آمریت ته، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل، د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې دا خبراوی د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر ترېدو پورې به تړون عقد نشي.