د دواطلبۍ ګڼه : خ.س.چ.ا.ش/۱۴۰۴/پ.م.د/توکی-۱۶  

پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې، (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو چاپ امارتی شرکت په پام کې لري؛ ددې شرکت اړتیا وړ د خوندي سندونو د چاپ لپاره امنیتي کاغذ تدارک پروژې تړون/ قرارداد چې ګڼه یې(خ.س.چ.ا.ش/۱۴۰۴/پ.م.د/توکی-۱۶) ده، د ( اندلس ایګل تجارتی شرکت) سره چې د جواز ګڼه یې (82836) ده، د (15,615,000) پنځه لس میلیونه شپږ سوه پنځه لس زره افغانیو په ټولیزه قیمت عقد کړي.

ټولو حقیقي او حکمي اشخاص چې پدې اړوند هر قسم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (7)  کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیه اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ امارتی شرکت، تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

 

د یادونې وړ ده؛ چې دا خبرتیا د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر ترېدو پورې به تړون عقد نشي