د داوطلبۍ ګڼه: خ.س.چ.ا.ش/۱۴۰۳/پ.ک.د/توکي –۱  

پدې اساس د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې، (2) یمې فقرې په نظر کې نیول سره، عمومي خبر ورکول کیږي؛ د افغانستان خوندي سندونو چاپ امارتی شرکت په پام کې لري؛ ددې شرکت اړتیا وړ د (۴۵) قلمه معلوماتي تکنالوژۍ توکو او وسایلو پروژې تړون/ قرارداد چې ګڼه یې(خ.س.چ.ا.ش/۱۴۰۳/پ.ک.د/توکي –۱) ده، (د اندلس ایگل تجارتی شرکت) سره چې د جواز ګڼه یې (82836) ده، د (2,856,570)/ دوه میلیونه اته سوه شپږ پنځوس زره پنځه سوه اویا افغانیو په ټولیزه قیمت عقد کړي.

ټولو حقیقي او حکمي کسان چې پدې اړوند هر قسم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره یوځای د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (7)  کلیزي/ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیهې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

د یادونې وړ ده؛ چې دا خبراوی د تړون/ قرارداد د عقد په معنی ندی، د یادې مودې تر پوره کېدو او نورو قانوني بهیرونو تر بشپړیدو پورې به تړون عقد نشي