د دواطلبۍ ګڼه:003 AHSP/1401/NCB/G-
د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت، ټولو لیوالو
داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د اړتیا وړ د ۳۰ ټنه امنیتي کاغذ او ۲ ټنه ویز سټیکر پروژې
تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د
تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۱۴۰۱ کال د عقرب میاشتې تر (۱۲) نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون
عموي سړک د جنګلک پخوانۍ فابریکې داخل کې د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، دوهم
پوړ کې د تدارکاتو آمریت ته تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل
له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛
شرطپاڼه د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه د (NDA) یا
د معلوماتو د نه افشاء د تړون له لاسلیک څخه وروسته تر لاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي د آفر تضمین د شرطپاڼې د
شرایطو سره سم، د (۴۱۰،۰۰۰)
افغانیو په ارزښت، په
بانکي او یا هم نقدي بڼه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کړي. د یادې پروژې د آفر
پرانستې غونډه د ۱۴۰۱ کال د عقرب میاشتې په (۱۲) نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک پخوانۍ
فابریکې داخل د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.