د دواطلبۍ ګڼه: (AHSP/99/ICB/G-002)

د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتی شرکت ټولو علاقمندو داوطلبانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي تر څو ددې شرکت د تولید ریاست د اړتیا وړ آفست رنګ  پروژې تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي، خپل سر تړلي/ بند آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره برابر د ۲۰۲۰ کال د December میاشتې تر (۷) نېټې، مخکې له غرمې تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عموي سړک د جنګلک فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت، تدارکاتو آمریت ته دوهم پوړ کې تسلیم کړي. هېره د نه وي چې نا وخته رسیدلي او د ایمیل له لارې راغلي آفرونه نه منل کیږي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې داوطلبان کولای شي؛ شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ادارې (www.ageops.net) له ویب پاڼې او یا هم د فلش له لارې د تدارکاتو آمریت څخه تر لاسه کړي.

داوطلبان د آفر تضمین د شرطپاڼې د شرایطو سره برابر د تضمین آفر اظهارنامه د خپل آفر سره یوځای وړاندې کوي. د یادې پروژې د آفر پرانستې غونډه د ۲۰۲۰ کال د December میاشتې په (۷) نېټه، د مخکې له غرمې په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښاروالۍ د اومې ناحیې اړوند، چهلستون عمومي سړک د جنګلک فابریکې داخل د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت ، د غونډو په تالار کې نیول کیږي.